مسکو ته د افغانستان د سرچینو او جغرافیې اهمیت
ثور 04, 1404 11:47 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي روسي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان بډایه معدني سرچینې او جغرافیه د مسکو لپاره خورا مهم دي.
ضمیر کابلوف ویلي چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري پراخه کړي.هغه زیاته کړې چې کازان ته د سرپرست حکومت د پلاوي د سفر په لړ کې به د پنځه سوه او درې اویا کیلومتره افغان-ټرانس ریل پټلۍ د جوړولو په اړه بحث وشي.د دوه زره او پنځه ویشت کال د کازان اقتصادي فورم به د ټرانزیټ او اقتصادي مسلو په اړه متمرکز وي.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې روسیې دوی ته بلنه ورکړې چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.