حقاني سره د روسیې ځانګړي استازي لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42778-حقاني_سره_د_روسیې_ځانګړي_استازي_لیدنه
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د روسیې له سفیر او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي سره وکتل او ویې ویل چې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو لرې کول د مسکو لخوا د افغانستان د سیاسي واقعیتونو درک دی.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
ثور 04, 1404 11:35 Asia/Kabul
  • حقاني سره د روسیې ځانګړي استازي لیدنه

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د روسیې له سفیر او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي سره وکتل او ویې ویل چې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو لرې کول د مسکو لخوا د افغانستان د سیاسي واقعیتونو درک دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکو باندې متمرکزه وه.وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړل؛ کابل د دې پریکړې هرکلی وکړ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراخولو ساحه یې خورا پراخه و ارزوله.د ویلو ده چې روسیه یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه وه چې د سرپرست حکومت واک ته رسیدو وروسته یې د افغانستان سفارت وسپاره؛ خو سره له دې؛ تر اوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.