یوناما په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا وايي چې په افغانستان کې ثبات او پرمختګ د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ یوې جامع او همغږۍ پروسې ته اړتیا لري.
هغې ټینګار وکړ چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام د سرپرست حکومت لخوا د خپلو نړیوالو ژمنو په رعایت پورې اړه لري.آغلې اوتونبایوا وویل چې ملګري ملتونه ژمن دي چې د یوې جامع طریقې له لارې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي، چې موخه یې د سرپرست حکومت د چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ یو منسجم، همغږي او جوړښتي ښکیلتیا ده.هغې وویل چې ملګري ملتونه په دې برخه کې خپلې هڅې کوي، خو د سرپرست حکومت لپاره اړینه ده چې د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ ژمنې هم په پام کې ونیسي.دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تل له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رسمي ښکیلتیا لپاره خپلې هڅې وکړي.