د کشمیر په سیمه کې خونړی برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42754-د_کشمیر_په_سیمه_کې_خونړی_برید
د سې شنبې په ماښام، د جنوبي کشمیر په پحلګام کې د بایسارن سیمه په سیلانیانو او ځایی خلکو د برید شاهده وه. یو وسله وال برید چې تر اوسه یې اووه ویشت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 03, 1404 14:30 Asia/Kabul
  • د کشمیر په سیمه کې خونړی برید

د سې شنبې په ماښام، د جنوبي کشمیر په پحلګام کې د بایسارن سیمه په سیلانیانو او ځایی خلکو د برید شاهده وه. یو وسله وال برید چې تر اوسه یې اووه ویشت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي

د کشمیر پولیسو ویلي چې نامعلومو کسانو د سیلانیانو په ډله ډزې وکړې، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.دوی وویل چې امنیتي ځواکونه سمدلاسه د پیښې ځای ته واستول شول او ټپیان هم روغتون ته ولیږدول شول.د برید په ځواب کې، د هند لومړي وزیر وویل چې د پیښې عاملین به ډیر ژر وپیژندل شي او د قانونو منګولو ته به وسپارل شي.تر اوسه پورې هیڅ کس یا ډلې د خونړي برید مسؤلیت نه دی منلی.دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د وروستي برید په اړه د هیواد د تورنولو په ځواب کې دا تور بې بنسټه بللی دی.د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په یوه پیغام کې ویلي چې هیواد یې د پهلګام په بریدونو کې هیڅ رول نه لري.