د نړۍ د کاتولیکانو د مشر ومړ
ثور 01, 1404 14:08 Asia/Kabul
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس نن سهار په واتیکان کې ومړ
هغه پرون د عیسوي پاک اختر په مراسمو کې ګډون وکړ او خلکو ته یې وینا وکړه.اته اتیا کلن پاپ د سږ کال د فبروري له څوارلسمې راهیسې د سینه بغل له امله په روغتون کې بستر او ډاکټرانو یې وضعیت ښه نه وو بللی.هغه په اصل کې د ارجنټاین څخه و او دولس کاله یې د نړۍ د کاتولیک کلیسا د مشر په توګه دنده ترسره کړه.