په څرخي پله کې د الله ګل مجاهد بندي کېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42707-په_څرخي_پله_کې_د_الله_ګل_مجاهد_بندي_کېدل
د سرپرست حکومت د بندخونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور د څرخي پله په بندخونه کې بندي دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 01, 1404 14:07 Asia/Kabul
  • په څرخي پله  کې د الله ګل مجاهد  بندي کېدل

د سرپرست حکومت د بندخونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور د څرخي پله په بندخونه کې بندي دی

نوموړی وايي، مجاهد ته د نورو بندیانو په څیر د کورنۍ له غړو سره د لیدو اجازه هم ورکول کیږي.حبیب الله بدر ویلي چې د پخوانی وکیل الله ګل قضیه شخصي قضیه ده، د قتل موضوع ده، چا چې ادعا پرې کړې ده، قضا فیصله چې کوي دوی ته یا حکم د قید ورکوي یا اعدام ورکوي، هغه په قضا پورې تعلق لري، زموږ سره په زندان کې شته.»الله ګل مجاهد د جمهوریت له نسکورېدو وروسته له هېواده ووت؛ خو وروسته، د سرپرست حکومت د یو شمېر مشرانو په منځګړیتوب سره، هغه بیرته هیواد ته راستون شو.د سرپرست حکومت چارواکو دا نه دي ویلي چې ښاغلی مجاهد کله ونیول شو او بندي شو