کورنیو چارو وزارت کې د حقانی شتون
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، له څو میاشتو غیر حاضرۍ وروسته، پرون د وزارت په مرکزي دفتر کې حاضر شو او د یاد وزارت له مرستیالانو او مختلفو څانګو له مشرانو سره یې ناسته وکړه.
هغه په دې غونډه کې ادعا وکړه چې دوی د خلکو خدمتګاران دي او باید په دې برخه کې شپه او ورځ خپلې هڅې ونه سپموي.د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې سراج الدین حقاني په دې غونډه کې له خلکو سره د مثبت تعامل پراخوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د وزارت پروګرامونه باید له خلکو سره په همغږۍ او مشورې سره پرمخ ولاړ شي.دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر له تېرو څو میاشتو راهیسې په بهر کې و او بیا په خوست ولایت کې ځای پر ځای شوی و، چې د حقاني شبکې دودیز مرکز دی.هغه په دې موده کې د کورنیو چارو وزارت ته نه و ورغلی.