په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42704-په_افغانستان_کې_د_پولیو_واکسین_کمپاین_پیل
د افغانستان د پولیو څخه د خلاصون ادارې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیل اعلان کړ
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 01, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل

د افغانستان د پولیو څخه د خلاصون ادارې د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین پیل اعلان کړ

یادې ادارې ویلي چې د پولیو واکسین سربیره به ماشومانو ته ویټامین ای هم ورکړل شي، خو د کمپاین د مودې په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې، تمه کېږي چې په دې موده کې به یولس اعشاریه شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.دا پروسه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د پولیو پېښې پکې لا له منځه نه دي تللې.