په غزه کې د سلو فلسطینیانو شهادت
حمل 31, 1404 13:09 Asia/Kabul
صهیونیستي رژیم په تیرو څو ساعتونو کې د غزې په خلکو باندې د خپلو بې رحمانه بریدونو له لارې لږ تر لږه سل فلسطینیان شهیدان کړي دي. همدارنګه، په نیواک شویو سیمو کې د پراخو لاریونونو سره سره، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې په غزه به بریدونه تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې د فلسطین مقاومت له منځه لاړ نشي.