د اماراتو پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا
حمل 28, 1404 15:39 Asia/Kabul
د افغانستان نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې پرون په یوه په زړه پورې لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه
افغان لوبډلې دا لوبه د یوسلو اتیا منډو په توپیر وګټله او په دې سیالیو کې یې درېیم بری هم په خپل نوم کړ.افغان لوبډلې د په زړه پورې توپوهنې په ترڅ کې سیالې لوبډلې ته د درې سوه او شپېته منډو هدف کېښود چې متحده عربي اماراتو لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.افغان لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د یادو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د کوربه نیپال لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي چې په ګټلو سره یې د دوه زره او شپږ ویشتم کال د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام ته به لار ومومي