په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدل
ثور 11, 1404 17:25 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان تیره میاشت په افغانستان کې د شري په پیښو کې د دوه څلوېښت سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. د افغانستان روغتیايي چارواکي پر ګاونډیو هېوادونو او سیمې غږ کوي چې د روغتیا او درملنې په برخه کې دا هیواد یوازې پرې نه ږدي.