روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته له رسیدو سره سم، د دې سفر موخې تشریح کړې او ویې ویل چې په لومړي ګام کې به د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر لخوا یو لیکلی پیغام د روسیې ولسمشر ته ورکړل شي.
سید عباس عراقچي دا هم وویل چې ایران تل په روسیه کې له خپلو ملګرو سره د اټومي مسلو په اړه مشورې کړې دي او د دې سفر یوه برخه په دې موضوع پورې اړه لري.ښاغلي عراقچي دا هم څرګنده کړه چې د دې سفر په لړ کې به سیمه ییزې مسلې او د صهیونیستي رژیم دوامداره جرمونه، او همدارنګه اوکراین، بحث او و ارزول شي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د ایران او روسیې د جامع ستراتیژیکو ملګرتیا تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو ډیر مهم تړون دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو کچه به لوړه کړي.هغه وويل چې دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه اوږدمهاله ستراتيژيک ليدلوری وړاندې کوي.