د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون اندیښنې
حمل 27, 1404 14:01 Asia/Kabul
د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان مطبوعاتي دفتر ټینګار کړی چې افغانستان د منځنۍ آسیا هیوادونو لپاره یو اندیښمن ګواښ دی
د ګډ امنیتي تړون سازمان ویاندې ویلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه، چې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره پوله لري، په ځانګړي ډول یو لوی ګواښ دی.ترهګري، افراطیت او نشه يي توکي هغه ننګونې دي چې د افغانستان له لارې دا هیوادونه ګواښي.هغه وویل چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو ترمنځ د افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره د ګډ هدفمند پروګرام پراختیا د سازمان په اجنډا کې ده.د ګډ امنیت تړون سازمان اعلان کړی چې دا پروګرام به سږکال پیل شي.دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته کوم ګواښ نشته.