ایران له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42587-ایران_له_پاکستان_سره_د_اقتصادي_اړیکو_پر_پیاوړتیا_ټینګار
د پاکستان په کویټه کې د ایران د قونسلګرۍ سرپرست ، علی رضا رجایي، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 27, 1404 13:59 Asia/Kabul
  • ایران له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار

د پاکستان په کویټه کې د ایران د قونسلګرۍ سرپرست ، علی رضا رجایي، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي رجايي د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې د دې پاکستاني ادارې له مشر سره وکتل او د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده ظرفیت ته په اشارې سره یې د اقتصادي تعاملاتو د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ.په دې غونډه کې، په کوټه کې د ایران جنرال قونسل وویل چې د بلوچستان ولایت سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران د اسلامي جمهوریت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس او غړو هم د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا د اهمیت ترڅنګ له ایران څخه وغوښتل چې د پاکستاني سوداګرو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.