له کډوالو څخه د عمران خان ملاتړ
حمل 27, 1404 13:58 Asia/Kabul
د پاکستان پخواني لومړي وزیر د راولپنډۍ بندخونې څخه یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې د تحریک انصاف له مشر څخه یې وغوښتل چې د خیبر پښتونخوا په ولایتي اسمبلۍ کې د افغان کډوالو په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړي.
عمران خان ټینګار وکړ چې د اسلام آباد پالیسۍ په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د خپریدو لامل شوې ده.د دغه ګوند ویاند شیخ وقاص اکرم ویلي، عمران خان ټینګار کړی چې پریکړه لیک باید له اسلام آباد څخه وغواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.هغه ټینګار وکړ چې افغان کډوالو ته باید ډیر فرصتونه ورکړل شي؛ ځکه چې د اسلام آباد یو اړخیز اقدام د پاکستان په وړاندې کرکه رامنځته کوي.دغه ګوند پخوا د افغانانو جبري شړل غیر انساني او ناسم بللي وو.