حمل 26, 1404 15:43 Asia/Kabul
  • د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې یو ځل بیا وځلېده او د هانګ کانګ لوبډلې ته یې د اته ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.

هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه.دې لوبډلې په شپږدیرش اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دوه اویا منډې یې وکړې.افغان ځوانانو ټاکل شوی هدف په څوارلس اورونو کې د دوو لوبغاړو سوزیدو سره تر لاسه کړ او لوبه یې وګتله.د افغانستان لپاره خالد احمدزي دیرش منډې وکړې او د نورو په پرتله ښه وځلید.دا په دې سیالیو کې د افغانستان دویمه پرله‌پسې بریا ده.افغان اتلانو د یکشنبې په ورځ هم عمان ته د اته ویکتو په توپیر سخته ماتې ورکړې وه.د افغانستان راتلونکې لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ده.په دې سیالیو کې د افغانستان، هانګ کانګ، عمان، اماراتو او نیپال لوبډلې ګډون لري.هره لوبډله څلور لوبې کوي او غوره لوبډله به د نولس کلنو نړیوال جام ته لار پیدا کړي.