په سوډان کې د نښتو له امله د ۳ سوه تنو وژل کېدل
حمل 26, 1404 15:42 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو ویاند اعلان کړی چې د سوډان د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمعې او شنبې په ورځو کې د شمالي دارفور د کډوالو د کمپونو په شاوخوا کې د نښتو په جریان کې له درې سوو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې شاوخوا اتیا زره کورنۍ، چې څلور سوه زره کسان کېږي، وروسته له هغه کډوال شوي چې د چټک ملاتړ ځواکونو د سودان په شمالي دارفور کې د زمزم کمپ کنټرول ترلاسه کړ.د چټک ملاتړ ځواکونو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د څلورو ورځو بریدونو وروسته یې په شمالي دارفور کې د کډوالو یو لوی کمپ ترلاسه کړی دی.د مرستندویه بنسټونو راپور ورکړی چې دا برید د سرپناوو، بازارونو او روغتیايي مرکزونو ویجاړېدو لامل شوی دی.