په تهران کې د ایران او تاجیکستان د دفاع وزیرانو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42556-په_تهران_کې_د_ایران_او_تاجیکستان_د_دفاع_وزیرانو_لیدنه
د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده په تهران کې د تاجیکستان د دفاع وزیر امامعلي صابرزاده سره لیده کاته او خبرې اترې کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1404 12:11 Asia/Kabul
  • په تهران کې د ایران او تاجیکستان د دفاع وزیرانو لیدنه

د ایران د دفاع وزیر امیر نصیرزاده په تهران کې د تاجیکستان د دفاع وزیر امامعلي صابرزاده سره لیده کاته او خبرې اترې کړي.

د ایران د دفاع وزیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.نصیرزاده زیاته کړه چې ایران او تاجیکستان باید دوه ‌اړخیزه همکاري، د نړیوالو سازمانونو او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړیتوب له ظرفیت څخه ګټه پورته کړي، ترڅو د امنیتي ستونزو د مخنیوي او د ترهګرۍ او تندلارۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره کار وکړي.د هغه په وینا، دواړه هېوادونه په نړیوالو غونډو کې ښه همکاري لري او عموماً په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې ورته دریځونه لري.دا د ایران د څوارلسم دولت له راتلو وروسته تهران ته د تاجیکستان د دفاع وزیر لومړنی رسمي سفر او لیدنه ده.