حمل 26, 1404 15:40 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان په  صادراتوکې  ۸۴ سلنه زیاتوالی

د پاکستان دولتي بانک د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد صادرات څلور اتیا سلنه زیات شوي دي.

د تېر کال د جولای څخه د روان کال د فبروري تر میاشتې پورې د پاکستان د صادراتو مجموعې ارزښت له پنځه سوه دوه نوي میلیونو ډالرو څخه زیات شوی دی.د نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تېر مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د پاکستان د صادراتو ارزښت له درې سوه یویشت میلیونو ډالرو څخه زیات و.دې ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان د صادراتو کچه افغانستان ته په کلني ډول دوه اعشاریه نهه سلنې په زیاتوالي سره مخ شوې ده.د پاکستان دولتي بانک معلومات دا هم ښيي چې په دې موده کې له افغانستان څخه واردات له اتلس میلیونو ډالرو څخه زیات شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه سوه دوه دیرش سلنه زیاتوالی ښيي.