په کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42554-په_کابل_کې_د_ماین_پاکۍ_نړیوالې_ورځې_نمانځل
د سرپرست حکومت چارواکو نن په کابل کې د ماین ‌پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې اعلان وکړ چې هره میاشت په هېواد کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 26, 1404 12:08 Asia/Kabul
  • په کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځل

د سرپرست حکومت چارواکو نن په کابل کې د ماین ‌پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې اعلان وکړ چې هره میاشت په هېواد کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د ملي چمتوالي ادارې مشر نورالدین ترابي ویلي، د دې چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي.د کابل چارواکو په دې مراسمو کې د لویدیځو هېوادونو د بشري حقونو د خوندیتوب شعارونه سیاسي وبلل او ویې ویل چې دا هېوادونه د کمزورو ټولنو، په ځانګړې توګه د افغانستان د چاودنو د قربانیانو په اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.ویل کېږي چې تر اوسه د افغانستان شاوخوا څلور زره کیلومتره مربع خاوره له ماینونو او نه چاوده مهماتو پاکه شوې ده، خو په عین حال کې، لا هم د هېواد له یوولس سوو کیلومترو مربع څخه زیاته ځمکه، په تېره بیا کلیوالي او جګړه‌ ځپلي سیمې، د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړتیا سره مخ دي.د سره صلیب نړیوالې کمیټې تر دې مخکې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه بللی و چې د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله تر ټولو ککړ دی.