حمل 26, 1404 15:35 Asia/Kabul
  • په بلوچستان ایالت کې د چاودنې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي

د ډان ورځپاڼې راپور له مخې؛ دا چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او د پولیسو موټر یې په نښه کړی دی.پولیسو ویلي چې د دې پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی، خو زیاتوي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پرون هم د پاکستان په نوشکي سیمه کې د دې هېواد پر پوځي مرکزونو برید شوی و.په روان کال کې په بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ وسله‌وال بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.