د مرکزي زون فوټسال لوبو پای
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42530-د_مرکزي_زون_فوټسال_لوبو_پای
د پروان ولایت د جبل سراج شاهین فوټسال ټیم ​​د افغانستان په مرکزي زون کې اتلولي وګټله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 25, 1404 12:09 Asia/Kabul
  • د مرکزي زون فوټسال لوبو پای

د پروان ولایت د جبل سراج شاهین فوټسال ټیم ​​د افغانستان په مرکزي زون کې اتلولي وګټله.

د شاهین لوبډله د بامیان ولایت د المهدي لوبډلې پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې؛ دې لوبډلې ته د اتو پر درې ماتې ورکړه.دا سیالۍ په کابل کې ترسره شوې او د پروان څخه د جبل سراج شاهین ، د دایکندي څخه طوفان شهرستان، د بامیان څخه المهدي، د پنجشیر څخه اتحاد بازارک او د کاپیسا څخه خراسان ټيم په څیر ټیمونو پکې برخه اخیستې وه.د پلان جوړونې پر بنسټ؛ د افغانستان د شپږو زونونو څخه اته لوبډلې کولی شي د اتلولۍ فوټسال وروستي پړاو ته لاره ومومي او د افغانستان غوره فوټسال لیګ کې چې سږکال ترسره کیږي لوبه وکړي.