د ګلرنګ لوبډلې لخوا د کابل لیګ اتلولۍ ګټل
حمل 25, 1404 12:04 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د ګلرنګ فوټبال لوبډلې د کابل غوره فوټبال لیګ اتلولي وګټله.
دا سیالۍ، چې نهه ټیمونه پکې شامل وو، تیر کال د مرغومې په نهه ویشتمه پیل شوې او پرون پای ته ورسېدې.دا سیالۍ د کابل فوټبال لیګ تر څارنې لاندې ترسره شوې.په دې سیالیو کې د حبیبیانا، ګلرنګ، مشعل، سره میاشت، اتحاد، امرخیل، عدالت او سباوون لوبډلو برخه اخیستې وه.د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي چې دا ټورنمنټ د افغانستان د فوټبال وړتیاوو د پراختیا په لور یو ګام دی.