له ایران څخه افغانستان ته ۷۰ سلنه درملو زیاتوالی
د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي وايي چې افغانستان د ایراني درملو لپاره یو مهم بازار دی او دا هیواد د درملو په برخه کې د خپلو اړتیاوو له اویا سلنې څخه ډیر له ایران څخه ترلاسه کوي.
هغه تېره شپه دا هم وویل چې د افغان سوداګرو لپاره به په ایران کې د پانګونې زمینه برابره شي.سید محمد رضا هاشمي، چې تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ د یوه پلاوي په توګه هرات او فراه ته سفر وکړ، وايي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې او ټرانزیټ اړیکې پراخې کړي.ښاغلي هاشمي ویلي چې د دې سفر په لړ کې، په جنوبي خراسان کې د پانګونې وړتیا تشریح شوه او افغان پانګوالو په ایران کې د پانګونې فرصتونو هرکلی وکړ.دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري شاوخوا درې ملیارده او دوه سوه ملیون ډالرو ته ورسېده، چې اته څلویښت سلنه زیاتوالی ښيي.تېر کال، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ایران ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لس ملیارد ډالرو ته د لوړولو د هڅو یادونه وکړه.