په مزار شریف کې چاودنه
حمل 25, 1404 11:51 Asia/Kabul
خبري سرچینو د بلخ ولایت په مرکز مزار شريف کې د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د چاودنې خبر ورکړی دی
ویل کیږي چې دا پیښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې رامنځته شوه او تر اوسه پورې د یوې ښځې د وژل کیدو او د دریو نورو د ټپي کیدل تایید شوی دی.ویل کیږي چې د پیښې کره ځای د مزار شریف د مشهورو جوماتونو څخه یو، سه دوکان لوی جومات ته نږدې دی.د چاودنې لامل جومات ته نږدې ځای پر ځای شوی بم و.په هغه برید کې چې د څوارلسوه او یو کال د ثور په میاشت کې پر دې جومات وشو؛ لږ تر لږه یو دیرش عبادت کوونکي ووژل شول او نږدې نوي نور ټپیان شول.د داعش ترهګرې ډلې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.تېره اونۍ، د کندهار ولایت د پولیسو په مرکز کې چاودنه وشوه چې درې کسان یې ټپیان کړل. ویل شوي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې زاړه بمونه د کانټینر ته د لیږد پرمهال وچاودید.