له امریکا څخه د لسګونه زره افغانانو د شړلو احتمال
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42477-له_امریکا_څخه_د_لسګونه_زره_افغانانو_د_شړلو_احتمال
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د زرګونو افغان اتباعو د شړلو معافیت یې لغوه کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 23, 1404 13:02 Asia/Kabul
  • له امریکا څخه د لسګونه زره افغانانو د شړلو احتمال

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د زرګونو افغان اتباعو د شړلو معافیت یې لغوه کړی دی.

دې بنسټ ویلي دي چې دا قانون، چې پخوا د شړلو پر وړاندې د کډوالو د لنډمهاله محافظت شوي حالت په نوم پیژندل کیده؛ دا نور د تطبیق وړ نه دی، او په ځانګړي ډول زرګونه افغان اتباع له متحده ایالاتو څخه د جبري اخراج په تمه دي.که چیرې داسې ګام پورته شي ؛ له څوارلس زرو او شپږ سوه څخه ډیر افغانان د دې قانون تر پوښښ لاندې نه دي او ممکن د روان کال د می تر میاشتې پورې وشړل شي.د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له واک ته رسېدو وروسته، په دغه هېواد کې د کډوالۍ قانون په بشپړه توګه بدل شوی دی، او دې مسلې د مختلفو هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو لپاره اندېښنه راپارولې ده.