د پخوانیو چارواکو څخه د امریکا د کانګرس پوښتنې
حمل 23, 1404 13:00 Asia/Kabul
د امریکا کانګرس چې د افغانستان د جګړې کمیسیون لخوا ناسته جوړه شوې وه ؛ هغه د هیواد په اړه له یو شمیر سیاسي او پوځي چارواکو څخه پوښتنې وکړې.
غونډه، چې د جمعې په ورځ جوړه شوې وه ؛ امریکایي چارواکو د دوه زره او یو او دوه زره او اته کلونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه کمیسیون ته ځوابونه وویل.د کمیسیون مشرې شمیلا چوهدري وویل چې د طالبانو د پخواني حکومت نسکوریدل، د القاعدې له منځه وړل، په افغانستان کې د ملت جوړونې لړۍ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د افغانستان اړوند نور مسایل تر پوښتنې لاندې راغلل.د امریکا کانګرس مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د لسګونو ملیارد ډالرو مصرف او په هیواد کې د شلو کلونو شتون سره سره، په افغانستان کې د امریکا ماموریت ناکام شوی او هغه کسان چې په هغه وخت کې واکمن وو باید مسؤل وګڼل شي.