د صهیونیستي رژيم پر وړاندې پراخ لاریونونه
د جمعې په ورځ، د یمن ملت یو ځل بیا د فلسطین له خلکو سره خپل ملاتړ د هیواد په پلازمینه صنعا کې د یو ملیون خلکو په پراخ لاریون کې څرګند کړ.
د دې هیواد خلکو د صنعا ولایت په سلګونو چوکونو او کوڅو کې په لاریون سره د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه.لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د یمن په خاوره د امریکا بریدونه او د خلکو شهادت به هیڅکله د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د دوی اراده کمزورې نه کړي.په ورته وخت کې؛ د عمان په زرګونو اوسیدونکو هم تېر ماښام د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د فلسطیني مظلومو خلکو په ملاتړ او د صهیونیسني رژیم د جنایتونو په غندلو سره لوی لاریون وکړلاریون کوونکي د امریکا د سفارت مخې ته راټول شول ترڅو د صهیونیستانو څخه د دې هیواد ملاتړ وغندي او د فلسطیني خلکو په وړاندې د دې تیریو د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.