د سوریې په اړه د امنیت شورا ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42446-د_سوریې_په_اړه_د_امنیت_شورا_ناسته
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په خاوره کې د صهیونیستي رژیم د ترهګریزو بریدونو په اړه د بحث لپاره یوه بیړنۍ ناسته کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 21, 1404 12:03 Asia/Kabul
  • د سوریې په اړه د امنیت شورا ناسته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په خاوره کې د صهیونیستي رژیم د ترهګریزو بریدونو په اړه د بحث لپاره یوه بیړنۍ ناسته کوي.

دا بیړنۍ ناسته د الجزایر او سومالیا د استازو لخوا وړاندیز شوې وه، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي.تېره اونۍ، د اسراییلو رژیم په سوریه کې د خپلو تر ټولو پراخو هوايي بریدونو څخه یو ترسره کړ، چې د هیواد پنځه سیمې یې په نښه کړې. د سوریې د لنډمهاله حکومت په وینا، بریدونه د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او د حماه هوايي ډګر په بشپړ ډول ویجاړېدو لامل شول.په ورته وخت کې؛ علامه غزال غزال، چې په سوریه او بهر کې د علویانو د سترې اسلامي شورا مشر دی، ویلي دي چې د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په همکارۍ باید د سوریې د لنډمهاله حکومت سره د تړلو اشخاصو لخوا د سلګونو علویانو د عام قتل په اړه د وضاحت په ځانګړې کمېټه جوړه شيهغه بریدونه چې په تیره میاشت کې یې له زرو څخه ډیر علوي مذهبه ملکي وګړي ووژل.