په لبنان کې د صهیونیستي رژيم د جنګي الوتکې نسکورېدل
حمل 21, 1404 11:58 Asia/Kabul
د اسراییلي رژيم پوځ منلې چې د رژیم یوه جنګي الوتکه د چهارشنبې په ورځ په لبنان کې نسکوره شوې ده.
د دې پېښې لامل په دې جنګي الوتکه کې تخنیکي نیمګړتیا بلل شوې ده. خو، باوري سرچینو تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي.په تېره اونۍ کې، د لبنان مختلفې سیمې په مکرر ډول د صهیونیستي رژیم د جنګي الوتکو لخوا په نښه شوې دي.سره له دې چې د لبنان او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند تړون شتون لري؛ خو د هیواد جنوب، په ځانګړې توګه، په مکرر ډول د صهیونیستي رژیم لخوا تر برید لاندې راوستلې دي.په دې بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. د لبنان حکومت دا کړنې د صهیونیستانو له خوا د نړیوالو تړونونو ښکاره سرغړونه بللې ده.