محکمې ته د بریتانوي جوړې دوسیه راجع کول
حمل 20, 1404 12:32 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د دوو بریتانوي اتباعو نیول د یوې کوچنۍ موضوع له امله شوي او د دوی دوسیه قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده
هغه هیله څرګنده کړې چې دا موضوع به ډېر ژر د شرعي پرېکړې پر بنسټ حل شي او په دې اړه د اندېښنې څه نه شته.نوموړي ټینګار کړی چې د دې بریتانوي جوړې موضوع یوه کوچنۍ مسله ده او لویه ستونزه نه ده.دغه دوه بریتانوي اتباع، چې ویل کېږي افغاني تذکرې یې هم درلودې، د تېر کال په وروستیو کې د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او تر اوسه د دوی د نیولو اصلي لامل نه دی روښانه شوی.