د افغانستان او نیپال ترمنځ درېیمه لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42413-د_افغانستان_او_نیپال_ترمنځ_درېیمه_لوبه
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ دفتر عمومي مشر محمدرضا ناظري په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو عمومي مشر شفیع اعظم سره وکتل
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 20, 1404 12:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان او نیپال ترمنځ درېیمه لوبه

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ دفتر عمومي مشر محمدرضا ناظري په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو عمومي مشر شفیع اعظم سره وکتل

ویل کېږي په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو د پراخوالي ټینګار شوی دی.په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اقتصادي مسایلو په برخه کې د دې لیدنې اهمیت یاد کړی دی.دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د یو بل مهم اقتصادي شریکان بلل کېږي.له دې وړاندې د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد ویلي وو چې تېر لمریز کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه له درې میلیارده درې سوه شپېته شپږ میلیونه ډالرو څخه اوښتې ده.د سرپرست حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي وايي چې هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي تعاملاتو کچه نوره هم پراخه کړي.