د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونه جام سیالۍ
حمل 18, 1404 12:55 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال له اولس کلونو کمعمره ملي لوبډله نن شپه نهه نیمې بجې له سوېلي کوریا سره لوبه کوي
د افغانستان لوبډله د یادو سیالیو په درېیم ګروپ کې له سوېلې کوریا، یمن او اندونیزیا سره لوبیږي.د افغانستان لوبډله د یمن پر وړاندې له ماتې وروسته نړۍوال جام ته د رسېدو لپاره اړ دی چې په راتلونکو خپلو دوو لوبو کې بریالی شي.د یادولو ده چې د فوټبال له اولس کلونو کمعمره د اسیا ملتونو جام سیالۍ د وري په څوارلسمه پیل شوې او د همدې میاشتې تر یودریش مې به په سعودي عربستان کې دوام ولري.د افغانستان وروستۍ لوبه به په یادو سیالیو کې له اندونیزیا سره وي.