په ترکیه کې د صهیونیزم ضد لاریونونه
حمل 18, 1404 12:51 Asia/Kabul
د ترکیې بېلا بېلو ولایتونه تېره ورځ په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د پراخو لاریونونو شاهدان وو
دغه لاریونونه د انقرې په ښار کې د امریکا سفارت مخې ته ترسره شول او دوی د صهیونیستي رژیم ملاتړ د واشنګټن له خوا یو ښکاره جنایت وباله.لاریون کوونکو د فلسطین بیرغ پورته کړ او د صهیونیستي رژیم له منګولو یې د دغه خاورې د خلاصون غوښتنه وکړه.دوی همداراز د «نه د امریکا امپریالیزم ته او نه د صهیونیستي اشغالګرۍ ته» او «غزه د غزې د خلکو ده» په څېر شعارونه د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې ورکړل.لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د غزې د نسلوژنې د مخنیوي لپاره د عمل او اړینو ګامونو اخیستلو وخت رارسېدلی دی.