د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د مرستې غوښتنه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان د خلکو د ژوند ملاتړ وکړي
یوناما ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې نږدې درویشت میلیونه انسانان خوراکي او درملو مرستو ته اړتیا لري.په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي چې په تېرو درې نیمو کلونو کې افغانستان په ځانګړي ډول د خوړو خوندیتوب له پلوه د نړۍ یو له کړکېچنترینو سیمو څخه ګرځېدلی او باید د نړیوالې ټولنې له سترګو ونهلویږي.دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ به د ترکیه کې په استانبول ښار کې د ملاتړو بنسټونو او نړیوالو ادارو په ګډون د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.دا غونډه به د افغانستان بشري وضعیت وڅېړي. اوس د دې غونډې په درشل کې، د یوناما دفتر ویلي چې دا ناسته باید د افغانستان اړمنو ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره یو فرصت برابر کړي.