کابل ته د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42354-کابل_ته_د_ایران_د_صنعت_او_سوداګرۍ_وزیر_سفر
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت تېره ورځ خبر ورکړی چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 18, 1404 12:49 Asia/Kabul
  • کابل ته د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت تېره ورځ خبر ورکړی چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیګدلي ویلي چې د دې سفر موخه له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ ته اهمیت ورکول دي او ښاغلي اتابک به ډېر ژر د یوې ډلې په مشرۍ دې هېواد ته سفر وکړي.په کابل کې د ایران سفارت رسنیزې څانګې د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر له افغانستان سره په همکارۍ ټینګار کړی دی.دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسل هم ویلي وو چې د دوغارون پوله د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو مهم اقتصادي دروازه ده او د تعاملاتو د کچې لوړوالی به د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره د پانګوالو په جذب او اقتصادي فعالیتونو پراخولو کې مهم رول ولوبوي.تېره ورځ د هېواد د ګمرکونو عمومي رئیس اعلان وکړ چې ایران له تېر کال راهیسې تر اوسه افغانستان ته د دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي.