په بدخشان کې د طالبانو ځواکونو او خلکو ترمنځ نښته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42353-په_بدخشان_کې_د_طالبانو_ځواکونو_او_خلکو_ترمنځ_نښته
د بدخشان ولایت ځايي سرچینو د سرپرست حکومت د یوه قوماندان او د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خوستک سیمې د خلکو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 18, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې د طالبانو ځواکونو او خلکو ترمنځ نښته

د بدخشان ولایت ځايي سرچینو د سرپرست حکومت د یوه قوماندان او د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خوستک سیمې د خلکو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی

ویل کېږي چې په دې نښته کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.تر اوسه د دې پېښې لامل او د رامنځته کېدو علت د سرپرست حکومت چارواکو نه دی روښانه کړی.د دې برید مسوول یو کس جمال‌الدین حق‌جو نومېږي چې د طالبانو له ځواکونو څخه دی او د ایله‌درې په کلی کې یې پر یوې کورنۍ برید کړی دی.داسې ویل کېږي چې دا کس د سرپرست حکومت په دننه کې هېڅ رسمي دنده نه لري، خو یو شمېر وسله‌وال ځواکونه په واک کې لري.دا په داسې حال کې ده چې د ځايي سرچینو په وینا، په بدخشان کې د دفاع وزارت مسوولینو د دې مسلې د څېړلو ژمنه کړې ده.