افغانستان د ایران پنځم لوی صادراتي هدف
حمل 17, 1404 17:58 Asia/Kabul
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران تېرو یوولسو میاشتو کې افغانستان ته دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره غیرنفتي توکي صادر کړي دي. په همدې حال کې، د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ایران سره د نولس میلیون ډالرو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړی دی.