د افغان کډوالو په منظمولو د ایراني چارواکو ټینګار
حمل 19, 1404 18:34 Asia/Kabul
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي وايي چې په دې هېواد کې د بهرنیو اتباعو حضور به قانونمند او هدفمند شي. په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دې هېواد له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دې شوې هوکړه تعقیب شي