ایران د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب ورکړی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42327-ایران_د_امریکا_د_ولسمشر_لیک_ته_ځواب_ورکړی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا ولسمشر ته د ایران ځواب د هغه د لیک له محتوا او لهجې سره متناسب ورکړل شوی او په عین حال کې د دیپلوماسۍ د کارولو فرصت هم ساتل شوی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 17, 1404 14:05 Asia/Kabul
  •  ایران د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا ولسمشر ته د ایران ځواب د هغه د لیک له محتوا او لهجې سره متناسب ورکړل شوی او په عین حال کې د دیپلوماسۍ د کارولو فرصت هم ساتل شوی دی

سید عباس عراقچي ویلي چې له هغه اړخ سره مستقیمې خبرې اترې بې‌معنا دي چې تل د زور کارولو ګواښ کوي او د دوی بېلا بېلو چارواکو له خوا متناقض دریځونه څرګندېږي، خو موږ لا هم ډیپلوماسۍ ته ژمن یو او چمتو یو چې غیرمستقیمې خبرې اترې وازمایو.عراقچي د برجام تجربې او د امریکا یو اړخیزې وتلو ته په اشارې ویلي چې موږ د دې تجربې په لرلو سره، د اعتماد جوړونې د منطق پر بنسټ د ایران پر ضد د ظالمانه بندیزونو د لرې کولو په بدل کې، د خپل اټمي پروګرام او بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو یو.هغه ټینګار کړی چې ایران د دیپلوماسۍ او خبرو اترو د لارې د شخړو د حل لپاره ژمن دی، خو د ټولو احتمالي پېښو لپاره چمتو دی او لکه څنګه چې په دیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، د خپلو ګټو او ملي حاکمیت په دفاع کې هم ټینګ دی.