په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانستلو ردول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42284-په_کابل_کې_د_امریکا_د_سفارت_د_پرانستلو_ردول
متحده ایالاتو د افغانستان په اړه د خپل سفارت د بیا پرانستلو په اړه ویلي چې تر اوسه په دې اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 16, 1404 12:50 Asia/Kabul
  • په کابل کې د امریکا د سفارت د پرانستلو ردول

متحده ایالاتو د افغانستان په اړه د خپل سفارت د بیا پرانستلو په اړه ویلي چې تر اوسه په دې اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا سرچینو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د سرپرست حکومت سره په دې اړه هیڅ ځانګړې خبرې نه دي شوې.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: د متحده ایالاتونو هیڅ اداره افغانستان د حکومت په توګه نه پېژني او له همدې امله د خپل سفارت د بیا پرانستلو پلان نه لري.