د افغانستان او نیپال کرکټ ملي ټیم سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42250-د_افغانستان_او_نیپال_کرکټ_ملي_ټیم_سیالۍ
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نیپال ته په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د یوسلو او دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 14, 1404 13:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان او نیپال کرکټ ملي ټیم سیالۍ

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نیپال ته په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د یوسلو او دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د دغې سیالۍ د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو نهو وېکټو په زیان یې نیپال ته د درې سوه او یو منډو هدف ورکړ خو سیالې لوبډلې د خپلو ټولو وېکټو په زیان سره یوازې یوسلو او اویا منډې جوړې کړې.د افغانستان او نیپال د نولس کلنو لوبډلو دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې پر ورځ ترسره کیږي.په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله د عمان، هانګ کانګ، متحده عربي امارات او نپیال پر وړاندې ولوبیږي.د دې سیالیو غوره لوبډله به د دوه زره شپږویشتم کال د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام ته لار ومومي چې د زیمبابوي او نامیبیا په کوربتوب به ترسره شي.