د ذبیح الله مجاهد لخوا د ورستیو راپورونو ردیدل
حمل 14, 1404 12:56 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو غړو ته د پیسو ورکولو موضوع ته ځواب کې ویلي چې دا پیسې نورو پوځيانو ته هم ورکړل شوې دي.
هغه تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې دا پیسې په کونډو، یتیمانو او معلولینو ویشل شوي دي.مجاهد ادعا وکړه چې په دې کسانو کې یو شمېر د جمهوري نظام د سرتیرو او پولیسو کورنۍ هم شاملې دي.هغه روښانه کړه چې دولس میلیارده افغانۍ دغو اشخاصو ته ځانګړې شوې او د هغوی ترمنځ ویشل شوې دي.مخکې له دې د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د پیسو د ویش په اړه راپورونه خپاره شوي وو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د بهرنیو ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي وو.خو د سرپرست حکومت ویاند وویل چې دا پیسې نه یوازې د طالبانو غړو ته ویشل شوي بلکې نورو اړمنو خلکو ته هم ورکړل شوي دي.