د کوچني اختر ورځو کې ډاډمن امنیت
حمل 14, 1404 12:33 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د کوچني اختر درې ورځې په افغانستان کې له کوم امنیتي ګواښ پرته ونمانځل شوې.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې خلکو په دې ورځو کې اختر پرته له کومې امنیتي پېښې ونمانځه.د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ملي پولیسو ځواکونو نورو امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ د جوماتونو، عامه ځایونو او تفریحي سیمو امنیت په اغیزمنه توګه ډاډمن کړی دی او له نېکه مرغه د کومې امنیتي پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.جمهوريت کې د کوچني اختر لمانځل په ځانګړې توګه د اختر لمونځ په افغانستان کې یوه له خونړیو ورځو څخه وه.طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو د ډیری داسې پیښو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی خو اوس داسې ښکاري چې نور د داسې پیښو د رامنځته کېدو لپاره هیڅ دلیل نشته.