د افغانستان او ایران ترمنځ د نوې قونسلکرۍ جوړیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42219-د_افغانستان_او_ایران_ترمنځ_د_نوې_قونسلکرۍ_جوړیدل
د ایران جنوبي خراسان ولایت والي د افغانستان په فراه ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ او د ایران په بیرجند ښار کې د سرپرست حکومت د قونسلګرۍ جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1404 13:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ د نوې قونسلکرۍ جوړیدل

د ایران جنوبي خراسان ولایت والي د افغانستان په فراه ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ او د ایران په بیرجند ښار کې د سرپرست حکومت د قونسلګرۍ جوړولو خبر ورکړ.

محمد رضا هاشمي ویلي دي چې دا اقدام له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهم دی.هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي استازولیو جوړول کولی شي د اړیکو پراختیا او په مختلفو برخو کې د همکارۍ زیاتوالي ته لاره هواره کړي.ښاغلي هاشمي وویل جنوبي خراسان چې له افغانستان سره تر ټولو اوږده ګډه پوله او څلور سرحدي بازارونه لري له دې هیواد سره د سوداګرۍ تبادلې پراختیا لپاره لوی ظرفیت لري.هغه ټینګار وکړ چې د ولایت شاوخوا پنځه نوي سلنه صادرات افغانستان ته ځي له همدې امله، دا پوله یو له مهمو اقتصادي ګټو څخه ګڼل کیږي.په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته ایران تر ټولو لوی سوداګریز او اقتصادي شریک ګڼل کېږي، او ویل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې اندازه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسیږي.