د کاسا زر پروژې د یوې برخې عملي چارو پیل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42218-د_کاسا_زر_پروژې_د_یوې_برخې_عملي_چارو_پیل
د کاسا زر پروژې ځینې برخې په رسمي ډول د تاجیکستان او قرغزستان د ولسمشرانو په غونډه کې پیل شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1404 13:11 Asia/Kabul
  • د کاسا زر پروژې د یوې برخې عملي چارو پیل

د کاسا زر پروژې ځینې برخې په رسمي ډول د تاجیکستان او قرغزستان د ولسمشرانو په غونډه کې پیل شوې.

د پروژې په دې برخه کې له تاجکستان څخه د پنځه سوه کیلو ولټه بریښنا د لیږد لین جوړول شامل دي کوم چې د قرغزستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د بریښنا په لیږد کې مهم رول لوبوي.دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په افغان خاوره کې تر اویا سلنه پورې د دې پروژې د بشپړېدو اعلان کړی و.دې ادارې ویلي دي چې دا پروژه د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري او دوی یې په پلي کولو کې خورا جدي دي.ویل کیږي چې افغانستان کولی شي له دې پروژې څخه درې سوه میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي دا به لا زیاته پانګونه راجلب کړي او په سیمه کې به د افغانستان دریځ پیاوړی کړي.