روسیې د امریکا وړاندیز رد کړ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42217-روسیې_د_امریکا_وړاندیز_رد_کړ
د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرگئی ریابکوف ویلي دي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز د منلو وړ نه دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1404 13:09 Asia/Kabul
  • روسیې د امریکا وړاندیز رد کړ

د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرگئی ریابکوف ویلي دي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز د منلو وړ نه دی.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا وړاندیزونو هغه مهم ټکي په ګوته نه کړل چې مسکو یې د شخړې اصلي لامل ګڼي.ریابکوف روښانه کړه چې مسکو د امریکا د پلان په وړاندې بې پروا نه دی خو په اوسنیو شرایطو کې به دا وړاندیزونه د دوی له خوا ونه منل شي.دا وروسته له هغه راځي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو پلان اعلان کړ.خو پرون د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې موږ لاهم له امریکایي لوري سره په تماس کې یو په اوکراین کې د جګړې مسله ډیره پیچلې ده او ډیرو هڅو ته اړتیا لري.د اوکراین سره هوکړې ته د رسیدو لپاره د ولادیمیر پوتین یو له اصلي شرایطو څخه دا دی چې د ناټو سره د یوځای کیدو لپاره د دغه هیواد غوښتنلیک لغوه کړي یوه غوښتنه چې اوکراین رد کړې ده.