د پاکستان پر وړاندې د نیوزلنډ بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42216-د_پاکستان_پر_وړاندې_د_نیوزلنډ_بریا
نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په پنځمه شل اوره لوبه کې پاکستان ته په اته ويکټو ماته ورکړه او د پنځو سیاليو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1404 13:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان پر وړاندې د نیوزلنډ بریا

نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلې په پنځمه شل اوره لوبه کې پاکستان ته په اته ويکټو ماته ورکړه او د پنځو سیاليو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

د نیوزیلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځمې شل اوره لوبې پچه کوربه نیوزیلنډ وګټله او لومړۍ يې د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو یوسلو او نهه ویشت مندې هدف وټاکه.نیوزيلنډ لوبډلې دغه هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په لسم اور کې پوره کړ او پاکستان لوبډلې ته يې د اته ويکټو په توپير ماته ورکړه.نیوزيلنډ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په نهه ويکټو، په دویمه کې په پنځه ويکټو، په څلورمه کې په یوسلو او پنځه لس منډو په توپير او په پنځمه لوبه کې په اته ويکټو ماتې ورکړې خو پاکسان د دې لوبلړۍ درېیمه سیالې د نهه ویکټو په توپير ګټلې وه.پاکستان او نیوزیلنډ د دريو یو ورځنيو سیاليو لوبلړۍ هم لري، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ مياشتې په نهه ویشتمه مه نېټه تر سره شي