نړیوالې ټولنې سره د کابل تعاملاتو پراختیا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42179-نړیوالې_ټولنې_سره_د_کابل_تعاملاتو_پراختیا
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې کابل له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا راژوندي کولو لپاره منظمې پالیسۍ غوره کړې دي چې پلي به شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 12, 1404 13:12 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې سره د کابل تعاملاتو پراختیا

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې کابل له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا راژوندي کولو لپاره منظمې پالیسۍ غوره کړې دي چې پلي به شي.

مجاهد د دې مهم هدف په ترلاسه کولو کې د ملګرو ملتونو رول روښانه کړی او د دې سازمان پاملرنه یې دې مسلې ته اړولې ده.هغه ټینګار وکړ چې دا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو دنده ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي او اړیکو ته اهمیت ورکړي.د سرپرست حکومت ویاند وویل چې افغانستان د نړۍ او ملګرو ملتونو لپاره یو مهم هیواد دی او په دې نړیوالو سیاستونو کې د افغانانو حقونه هم په پام کې نیول شوي ترڅو په داسې شرایطو کې د دوی حقونه له لاسه ورنکړل شي.افغانستان د سرپرستې واکمنۍ لاندې په تیرو درې نیمو کلونو کې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوی.