کابل کې د جرمونو کچې ۸۵ سلنه کموالی
حمل 12, 1404 13:11 Asia/Kabul
کابل کې د سرپرست حکومت د پولیسو قوماندانۍ ویاند وايي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پلازمینه کې د جنایي جرمونو کچه په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.
خالد ځدراڼ د شمېرو له مخې وویل چې دا جرمونه تر پنځه اتیا سلنې پورې کم شوي دي او دوی هڅه کوي چې په جدي توګه د هر ډول ټولنیزو سرغړونو مخه ونیسي.هغه دا ادعا هم وکړه چې په کابل کې د تښتونو کچه چې په تیرو وختونو کې یوه له لویو ستونزو څخه وه صفر ته رسیدلې ده.ځدراڼ وويل چې ډېری جنايي ډلې چې په منظم ډول فعاليت کاوه په بشپړه توګه ځپل شوي او د هغوی عاملين د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.د امنیت د تامین مسله یو له هغو ټکو څخه ده چې سرپرست حکومت یې تل د خپلو لاسته راوړنو څخه ګڼي.